top of page
کادر علمی خارجی.jpg2.jpg

د لیسانس پروګرام:

په دنیا پوهنتون کې د لیسانس ټول پروګرامونه په بشپړه توګه د بلونیا له پروسې (ECTS ) سره سمون خوري؛ پر همدې بنسټ  د اروپا د کرېډیټ سیسټم تطبیق او لېږدوي .

په دې توګه حد اقل څلور کلونه (۸ سمسټرونه )  او حد اکثر پنځه کاله نیسي .

ددغه پروګرام فارغان باید ۱۸۰کریډټه (ECTS کرېډیټ)د درسي او کارزده کړې د دورو په ترسره کولو  یا پایلیک په لیکولو سره ترلاسه کړي .

دنیا پوهنتون په کال کې د نوملیکنې دوې دورې لري؛ په اکټوبر او مارچ میاشتو کې. خو پوهنتون د اړتیا له مخې دا نېټه بدلولای شي .

په دوو لومړیو کلونو کې اصلي مضمونونه شامل دي چې زده کړیالان د تجارت د مدیریت لومړنۍ پوهه ترلاسه کولای شي. په دریم کال کې هغه تخصصي مضمونونه شامل دي چې د دنیا پوهنتون له لوري وړاندیز کیږي .

مهم ټکي:

د لوړو زده کړو وزارت ؛ ACBSP,  IACBEاو ASIC له لوري تایید او معتبر بلل شوی

موده : ۴ کاله

پوهنځی: نړیوال

د تدریس ژبه : انګلیسي او دري

څانګې: نوی ښار او د دارالامان سړک

د ماسټرۍ پروګرامونه:

په دنیا پوهنتون کې د ماسټرۍ ټول پروګرامونه په بشپړه توګه له بولونیا پروسې سره اړخ لګوي چې پر همدې بنسټ د اروپا د کریډیټ سسټم تطبیق او لېږدوي .

دا پروګرام لږ تر لږه دوه کاله ( څلور سمسټره چې یو سمسټریې پایلیک ته ځانګړی شوی) او حد اکثر درې کاله نیسي؛ د دنیا پوهنتون د ادارې د تصدیق په شرط .

دغه پروګرام دوه کلن دی چې د لومړي کال کې په ۶۰ کریډیټ کې یې اساسات او د دویم کال کې ۶۰ کریډیټه تخصصي مضمونونه دي. د ماسټرۍ د پروګرام لپاره د لیسانس سند لرل شرط دي او په ارزونه کې د غوښتونکو مسلکي تجربه په پام کې نیول کیږي .له دغه پروګرامه د فراغت لپاره باید  د ECTS ۱۲۰ کریډيټه د درسي دورو او پایلیک له لارې ترلاسه کړي .

په دنیا پوهنتون کې د ماسټرۍ پروګرام د هغوزده کړیالانو لپاره طراحي شوی دی چې غواړي د عامه مدیریت ؛ مالي چارو ؛ نړیوال اقتصاد؛ بازارموندنې؛رهبرۍ؛ نړیوالې بانکوالۍ او انساني سرچینو د مدیریت په ټولو برخو کې خپل د اړتیا وړ مهارتونه ترلاسه کړي .

دنیا پوهنتون په کال کې د نوملیکنې دوې دورې لري؛ په اکتوبر او مارچ میاشتو کې . خو دغه نیټه د  اړتیا پرمهال د پوهنتون له لوري د بدلون وړ ده .

مهم ټکي:

د لوړو زده کړو وزارت او ACBSP  له لوري تایید شوی   

موده : ۳ کاله

پوهنځی: نړیوال

د تدریس ژبه: انګلیسي او درې

څانګې : نوی ښار او د درالامان سړک

bottom of page