top of page
014.jpg

په ادارې او تجارت کې ماسټري (MBA)

عمومي معلومات:

دغه پروګرام محصل ته ددې آسانتیا برابروي چې د مدیریت پر اصولو؛ د مدیریت پرکنټرول؛پر مالي مدیریت؛ او د انساني سرچینو پر مدیریت په برلاسي کېدو سره په نړیوال او مقطعي چلند سره شرکت ته پروژه ترلاسه کړي.

دغه پروګرام تر ډیره او په ځانګړي توګه په ټولنه او صنعت کې  تحول راوستونکو بدلونونو پورې اړوندیږي او هغه مهارتونه وړاندې کوي چې په عملي توګه کارول کیږي .دغه پروګرام زدکړیالان شخصي ودې او د پاموړ مسکې پایلو تر لاسه کولو ته هڅوي .

د زده کړې موخه:

ددغه پروګرام په پای کې  به محصل د کمي او کیفي معلوماتو د تحقیق ؛ شننې او څېړنې په ظرفیت سمبال  کړای شي. ګډونوال باید په خپل چلند کې ځیرک وي او د بحث د پېچلو شرایطو او وړاندیز شوې طرحې د شننې او څېړنې  لپاره له اصلي مفاهمو او وسایلو په کره توګه ګټه واخلي

فرصتونه :

فارغ شوی کس به په خصوصي او  دولتي جوړښتونو او ټولنو کې بیلابیل مدیریتي پسټونه؛(د اداري مدیر؛مالي مدیر؛ د مدیریت د کنټرولوونکی؛ مالي څېړونکی ؛  د تجارت د اقتصاد پوه؛ د خزانه دارۍ د  مدیر؛ د کنټرولوونکی ؛ دکورني محاسب او نور ) ولري.

bottom of page