![07 - Copy.jpg](https://static.wixstatic.com/media/c81332_4b9eefac9c704a10928ac1577336d16b~mv2.jpg/v1/fill/w_980,h_234,al_c,q_80,usm_0.66_1.00_0.01,enc_avif,quality_auto/c81332_4b9eefac9c704a10928ac1577336d16b~mv2.jpg)
په ادارې او تجارت کې لیسانس
عمومي معلومات :
د ادارې او تجارت د لیسانس (BBA) په پروګرام د مدیریت؛ د شرکتونو او اقتصادي بنسټونو د سټراټېژۍ؛ ؛حسابدارۍ؛ دمالي شننې او څېړنې؛ د کوچنی اقتصاد او لوی اقتصاد او مالي چارو برخې شاملېږي .
موخې:
د مدیریت د علومو په څانګو کې د زده کړیالانو د پوهې ترلاسه کولو د وړتیاوو د ښه والي لپاره د فعاله مشارکت د سسټم پر بنسټ تمرکزکیږي .
فرصتونه:
دا پروګرام هغه بنسټيز اولازم مهارتونه چې په دولتي او خصوصي برخو کې د مدیریتي دریځ(موقف) لپاره اړین دي؛ زده کړیالانو ته ورزده کوي .
د زده کولو پایلې:
-
د ادارې او تجارت له بنسټيزو مفاهمو او چارو سره بلدتیا
-
له آماري او کمي شننې او تحلیل نه په ګټ اخېستو د مالي پرېکړې کولو د بهیر شننه او څېړنه
-
د کسب او کار په چاپېریال کې د اغېزناکو ارتباطي مهارتونو پلي کول
-
د تجارت د نظریو او موډلونو زده کول او د تجارت د پرېکړې کولو په بهیر کې د هغو پلي کول
-
د تجارت د اخلاقو د اصولو او د نړیوالو شرکتونو د مسوولیت توضیح
-
د بنسټیزو مهارتونو زده کول؛ د نوښت د زمینې برابرول او د بهرني او کورني چاپېرل سم درک ته په پام سره د تجارت پراختیا