top of page
دنیا، یگانه نهاد تحصیلی مورد اعتماد شما-

مخینه ( تاریخچه)

 

دنیا یوه نړۍ تجربه!

پر دنیا پوهنتون دغه نوم له امریکایي ، اروپایي او اسیایي هېوادونو  سره د اړیکو له امله اېښودل شوی دی. د ښوونې او روزنې او څېړنو په برخو کې ددغو هېوادونو تجربه بې سارې ده  او موږ ټول د هغوی مقام ښه درک کوو، دغه موضوع له تیورۍ تر عمله د دنیا پوهنتون د موخو ښکارندويي  کوي. موږ خپل  اقدامات یوازې  په خبرو کې نه بلکې په عمل کې ثابتوو.په  دې تګلارې سره  د خپل هېواد په پرمختګ او ښېرازۍ کې برخه اخېستلای شو.

۲۰۰۵ـــ۲۰۰۶

 

محترم جنرال احمد علي سنګدل او زامن یې د علم خوښونکو ملګرو په مرسته یې په هېواد کې د پوهنتون جوړولو په لټه کې و.

 

۲۰۰۷

 

د سنګدل صاحب لیدلوری دنجات بنسټ جوړول ؤ، دغه تهداب د انګلیسي ژبې، کمپیوتر او د ریاضیاتو پروګرامونه یې خلکو ته وړاندې کول.

 

۲۰۰۸

 

د یو لوی مرکز د جوړولو په پار ځینې غونډې په جینوا ښار کې تر سره شوې.

 

۲۰۰۹

 

د دنیا پوهنتون  د فعالیت جواز د لوړو زده کړو له وزارت څخه ترلاسه شو.

 

۲۰۱۱ 

 

دغه بنسټ ACBSP څخه غړیتوب پیدا کړ.

 

۲۰۱۳

 

دغه  تحصیلي بنسټ په افغانستان کې د پوهنتون په کچه ارتقاء وکړه.

 

د لومړي دورې فارغ شویو زدکړیالانو لپاره یې د لویې جرګې په تالار کې  د ملي څهرو په شمول د ۵۰۰۰ کسانو په ګډون یې غونډه نیولې وه.

 

د هغه وخت جمهور رئیس حامد کرزی په خپله د د دنیا پوهنتون فارغ شویو زدکړیالانو ته یې مبارکي وویل .

 

۲۰۱۵

 

د اقتصاد په پوهنځي کې د لومړي ځل لپاره د ماسټرۍ پروګرام جوړ شو او دغه پروګرام د ASIC  په نړیوال ملاتړ ځان سره لري.

 

۲۰۱۶

 

دنیا پوهنتون د زده کړې لپاره نوي میتودونه یې رامنځته کړي دي. دغه پروګرام چې د دوکتور جاوید سنګدل له لوري ډیزاین شوی دی ، چې د هېواد  ټولووګړو ته د غورې زدکړې زده لپاره زمینه برابروي تر څو وکولای شي په لږ بیې سره لوړې زده کړې وکړي. د هغو کسانو لپاره چې په لېرو سیمو کې ژوند کوي له تلویزیون ، انټرنیټ او برقي شیانو ته لاسرسۍ نلري، کولای شي د دغه پروګرام په مرسته دخپل پوهې ته زیاتوالی ورکړي.

۲۰۱۷

 

په اقتصاد پوهنځي کې د لومړي ځل لپاره د ماسټرۍ پروګرام جوړ شو، چې دغه پروګرام د ASIC  نړیوال ملاتړیې له ځان سره درلود.

 

۲۰۲۰

په اوس وخت کې دنیا پوهنتون درې پوهنځي لري:

اقتصاد ، حقوق او سیاسي علومو او کمپیوتر ساینس . یاد پروګرامونه د لیسانس او ماسټرۍ  په کچه په دوه څانګو دارالامان او شهرنو کې په لاره اچول کیږي.

 

همدارنګه دنیا پوهنتون په افغانستان کې د مطرح کسانو لکه جمهور رئیس غني، سفیران ، او وزیرانو په ګډون سیمنارونه او نړیوال کنفرانسونه په لاره اچوي.  

bottom of page