top of page
oka.jpg

په افغانستان کې د دنیا پوهنتون بنسټګر:

 

دنیا پوهنتون په افغانستان کې د جنرال احمد علي سنګدل او زامنو له لوري يې تأسیس شو.

د دغه بنسټ د جوړېډو موخه د هېواد له ځوانانو سره د ښوونې او  لوړو زده کړو په برخه کې مرسته او ددې بهير چټکتیا وه، څو ټولنې ته د پوه او فعال  بشري ځواک د وړاندې کولو زمینې برابرې شي.

جنرال احمد علي سنګدل او زامنو یې په دې  باور درلود،او لري چې د دنیا له لارې داسې انسانان وروزي چې په ټولنه کې په نوښتګرو رهبرانو بدل شي او د ټولنې نورو نسلونو ته لوړ بشري  ارزښتونه ولیږدوي.

سنګدل ځان د هیواد د یو مسؤل او ملي ارزښتونو ته د

د وفاداره وګړي په توګه د هېواد بیارغاونې او پرمختګ ته ځان ژمن باله او په همدې موخه یې دنیا پوهنتون جوړ کړ څو په ټولنه کې د محتوا او بڼې له پلوه د بدلونونود راتګ ته لارې هوارې شي.

هغه په دې کارسره د نوي کهول د ودې او ۤپرمختګ لپاره زمینه برابره کړه او زامن یې هم همد ا موخې تعقیبوي.

 

په افغانستان کې د دنیا پوهنتون بنسټګر

جنرال احمد علي سنګدل

bottom of page