top of page
08.jpg

د کیفیت تضمین:

د کیفیت تضمین د دنیا پوهنتون یو له بنسټیزو پروګرامونو دی چې د پوهنتون د کیفیت د لوړولو لپاره پلانونه جوړوي . دا برخه د پوهنتون ماموریت ته په پام سره  کیفي مسائلو ته وده ورکوي.دا موضوع چې د کیفیت د تضمین په کړنلاره کې هم راغلې ده ؛ددې برخې پر جوړښت ؛ څارونکو بڼو؛ اکاډمیکو جوړښتونو؛د ارزونې دسسټمونو؛ د محصلینو دخدمتونو؛ څېړنې؛پلان جوړونې او پراختیا ؛ اداري جوړښتونو؛ نظرپوښتنې او د ارزونې پر لارښودونو تمرکز لري.

په ښوونیز سسټم کې د کیفیت د تضمین برخه د سټراټيزيکو او پرمختګ چارو یوه  له بنسټيزو عناصرو بلل کیږي.

په افغانستان کې دنیا پوهنتون د کیفیت د تضمین د پلانونو د پلي کولو د ډاډمنیتا لپاره ؛ اجرایي پلاوی ګمارلی دی څو ددې څانګه معیارونه په اړوند څانګو کې پلي کړي .په دغو چارو  کې اکاډمیکه څانګه ؛د څیړنو څانګه ؛ اداري څانګه؛ د پوهنځیو  شورا او د محصلانو شورا شاملې دي.

د دنیا پوهنتون فارغان هم په دې برخه کې جدي همکاري کوي او خپلې تجربې له موږ سره شریکوي .

د کیفیت د تضمین پروګرامونه د سټراټېژیک پلان له مخې هر پنځه کاله یو ځل نوي کیږي . له دې سره جوخت ؛هر کال او ان د هر تحصیلي سمسټر په پېل کې دا څانګه د ښوونیز کیفیت او خدمتونو د ښه والي او معیاري کولو لپاره له اجرايي پلاوي سره غونډې کوي څو یې په دې برخه کې فعالیتونه اغېزناک تمام شي .

دا غونډه په لومړي ګام کې د کیفیت د تضمین برخې د نظرونو او وړاندیزونو اورېدو ته ځانګړې کیږي او په ورپسې ګام کې د اجرايي پلاوي له لوري ځینې اصلاحات وړاندیز او پرې بحث او د نظرونو تبادله کیږي.په پای کې د نظرونو ارزونې ته په پام سره پرېکړه کیږي .

bottom of page