top of page
011.jpg

په نړیوال تجارت  کې لیسانس

عمومي معلومات:

د نړیوال  تجارت په پروګرام کې د مدیریت ؛ سټراټېژیک مدیریت؛ په پېچلې نړیوالې فضا کې چې تجارت پکې فعالیت کوي لوی او کوچنی اقتصاد او د سوداګرۍ او اقتصاد پر نړۍ ددغه چاپېریال اغېز شامل دي . 

موخې:

دغه پروګرام په داسې ډول طراحي شوی دی چې محصلان باید د نړیوال تجارت د مدیریت د لومړنیو اصولو د درک وړتیا تر لاسه کړي څو وکړای شي ؛د کسب او کار په چاپېریال کې د کلتور؛فزیکي چاپېریال؛ ټکنالوژۍ؛ دولت او د ټولو بهرنیو چاپېریالونو اغېز تر شننې او څېړنې لاندې ونیسي .

فرصتونه :

دغه پروګرام زدکړیالان پر دې برلاسي کوي څو هغوی په نړیوالو شرکتونو کې د کاري فرصتونو پر موندلو بریالي شي.

د زده کولو پایلې

  • د نړیوال تجارت  له اصلي  مولفو سره بلدتیا

  •  

  • له آماري؛ تحلیلي او کمي وسایلو په ګټې اخېستو سره د مالي پرېکړې کولو د بهیر شننه او ترکیب

  • د کسب او کار په چاپېریال په تېره بیا په ګڼ کلتوري چاپېریال کې د اغېزناکو مهارتو پلي کول

  •  

  • د نړیوال تجارت په چاپېریال کې د ګڼو کلتورونو اغېز او  دغه راز د کسب او کار په چاپېریال کې د هغو ترمنځ متقابلې اړېکې

  • د تجارت د اخلاقو د اصولو تطبیق او د نړیوالو شرکتونو مسوولیتونه

  •  

  • د بازار موندنې د یوه نړیوال پلان برابرول چې د بازارموندنې موخې؛ ګډه بازار موندنه ؛د بازار موندنې سټراټېژي ؛ بودجه او د ارزونې معیارونه پکې شاملېږي .

bottom of page