top of page
درست .JPG

د لیسانس پروګرام:

په دنیا پوهنتون کې د لیسانس ټول پروګرامونه په بشپړه توګه د بلونیا له پروسې (ECTS ) سره سمون خوري؛ پر همدې بنسټ  د اروپا د کرېډیټ سسټم تطبیق او لېږدوي .

په دې توګه حد اقل څلور کاله (۸ سمسټرونه )  او حد اکثر پنځه کاله نیسي .

ددغه پروګرام فارغان باید ۱۸۰کریډټه (ECTS کرېډیټ)د درسي او کارزده کړې د دورو په ترسره کولو  یا پایلیک په لیکولو سره ترلاسه کړي .

دنیا پوهنتون په کال کې د نوملیکنې دوې دورې لري؛ په اکټوبر او مارچ میاشتو کې. خو پوهنتون د اړتیا له مخې دا نېټه بدلولای شي .

په دوو لومړیو کلونو کې اصلي مضمونونه شامل دي چې زدکړیالان پکې د تجارت د مدیریت لومړنۍ پوهه ترلاسه کولای شي. په دریم کال کې هغه تخصصي مضمونونه شامل دي چې د دنیا پوهنتون له لوري وړاندیز کیږي .

مهم ټکي:

  1. د لوړو زده کړو وزارت او ACBSP له لوري تایید او معتبر بلل شوی

  2. موده : ۴ کاله

  3. پوهنځی: نړیوال

  4. د تدریس ژبه : انګلیسي او دري

  5. څانګې: نوی ښار او د دارالامان سړک

bottom of page