![013.jpg](https://static.wixstatic.com/media/c81332_8da233d1cbc2403796e626d8e4fc760f~mv2.jpg/v1/fill/w_147,h_35,al_c,q_80,usm_0.66_1.00_0.01,blur_2,enc_auto/c81332_8da233d1cbc2403796e626d8e4fc760f~mv2.jpg)
د دنیا پوهنتون فارغان
له 2009 کال راهیسې له 3500 زیات زدکړیالان له دنیا پوهنتون نه چې پخوا د دنیا د لوړو زده کړود موسسې په نوم و ؛ فارغ شوي دي . د هغوی تحصیلي سندونه د لیسانس او ماسټرۍ په دوو برخو کې دي.دا فارغان په هېواد کې دننه او بهر په بیلابیلو ادارو کې پر دندو بوخت دي .
دنیا پوهنتون فارغو شویو محصلینو ته دوه کاله د مشورې ورکولو خدمتونه په وړیا توګه وړاندې کوي .
مأموریت
د دنیا پوهنتون فارغ التحصیلانو ته د خدمتونو وړاندې کولو په ماموریت کې د فارغو شویو محصلینو د اړوند چارو تعقیبول او دغه راز د پوهنتون له اوسنیو محصلینو سره اړېکې شاملې دي. د دنیا پوهنتون په تړاو د هغوی وړاندیزونه او نظرونه ددغه بنسټ د پياوړتیا او پراختیا لپاره ارزښتناک دي .
غړي کېدل
ټول فارغ شوي محصلین له کوم لګښت پرته په مستقیم توګه د فارغو شویو د شبکې غړیتوب خپلوي . له همدې لارې زموږ او د هغوی ترمنځ معلومات او اطلاعات شریکیږي
د غړیتوب ګټې
فارغ التحصیلان له دې لارې له موږ سره خپل معلومات شریکوي . دغه راز له نور وضعیت او کاري فرصتونو هم خبرېږي .همدا راز له دې لارې زموږ د اوسنيو محصلینو لپاره هم د کار زده کړې فرصت برابرېږي .
اړېکې:
دنیا پوهنتون د 2021 میلادي کال د اکټوبر په شپږمه په 17:30 بجو په پوهنتون کې یوه غونډه جوړوي .
دغه ورځ محصلینو ته د آزد فکر کولو او د نظرونو د تبادلې فرصت برابروي .
پاملرنه:
ددې غونډې جوړېدل په عمومي شرایطو پورې تړاو لري .