top of page
04 (2).jpg

کارموندنه

دنیا پوهنتون د تحصیل د دورې له پای ته رسولو وروسته مناسب کار ته د خپلو زدکړیالانو د لاسرسي ملاتړ کوي .په همدې موخه درسي پروګرامونه اپډيټ کیږي او د ټولنې او بازار له شرایطو سره سم تنظیمیږي . دغه راز پر خپلو راتلونکو کاري موضوعاتو او مسایلو د زدکړیالانو د ښه پوهېدو لپاره سمینارونه جوړېږي .

دنیا پوهنتون له خپلو فارغانو سره ژورې اړېکې لري . د اړتیا په صورت کې هغوی ته داسې زده کړې ورکوي چې په خپلو کاري برخو کې لا بریالي فعالیتونه ترسره کړي.  دغه خدمتونه معمولا د فراغت په لومړیو دوو کلونو کې وړیا وړاندې کیږي.خو له دې دورې وروسته  وړیا خدمتونه  او مشورې د اړتیا په صورت کې وړاندې کیږي .

په ورته وخت کې هغه زدکړیالان چې د کارزده کړې دورې ترسره کولو ته هم  لېوالتیا ولري ؛ دنیا پوهنتون به دغه فضا ورته په  بیلابیلو ادارو کې برابر کړي.

bottom of page