top of page
ویلکم.jpg

څانګې او آسانتیاوې

اوس مهال موږ په دوو څانګو کې په شاوخوا 7000 مټرمربع ځمکه کې فعالیت کوو .دواړه څانګې د کابل ښار په مهمو او کلیدي برخو کې دي چې د تګ راتګ لارې یې خورا آسانه دي. دواړه ځایونه د ډیرې آسانتیا او  ځانګړي ارامښت لرونکي دي چې مرسته کوي څو زدکړیالان په مناسبې فضا کې زده کړې وکړې .

دوامداره بریښنا او د هغې په نشتوالي کې د UPS جنراټور د بنسټ په خدمت کې دی .دواړې څانګې د تلاشۍ د دروازو؛ امنیتي کمرو او ټول وخت د ساتونکو لرونکې دي .داچارې هم زموږ د محصلانو د امنیت او هوساینې لپاره په پام کې نیول شوې دي .

زموږ ټول ټولګي منظم ؛ پاک او په پروژکټور ؛ ال سي ډي؛ تختې؛ منظمو او معیاري څوکیو سمبال او د مناسبې او پراخې فضا لرونکي دي . د پوهنتون عمومي کتابتون هم ددغه راز آسانتیاوو او امکاناتو لرونکی دی .

لاندې امکانات په افغانستان کې د دنیا پوهنتون په دواړو څانګې برابر دي .

  • د 30 تر50 محصلینو د وړتیا په لرلو سره شاوخوا شل ټولګي

  • اته کاري دفترونه

  • کافتریا  یا پر یومهال د شاوخوا پنځه ویشتو کسانو د ځایدو وړتیا

  • د نقیلیه وسایطو دوه پارکینګونه

  • سمبال کمپیوټر لب او عمومي کتابتون

  • د څه باندې 300 کسانو په وړتیا سره د غونډو تالار

  • لوبغالی

  • 500 مټره مربع زرغونه فضا

  • د نارینه وو او ښځینه وو لپاره ځانګړې خونې

  • د مطالعې لپاره مناسبه فضا 

bottom of page