top of page
010.jpg

 په  کمپیوټر ساینس کې لیسانس!

عمومي معلومات:

د معلوماتي ټکنالوژۍ ننني متخصصین په ټکنالوژۍ کې نورې پوهې ته اړتیا لري . ددغه پروګرام له لارې هغوی د ټکنالوژۍ؛ معلوماتو؛سوداګرۍ او خلکو ترمنځ د پېچلي تعامل درک ترلاسه کوي . ددې برخې فارغان؛ په پروسو؛ معلوماتو او خدمتونو پورې اړوند مهم تخنیکي مهارتونه زده کوي او د شننې او څېړڼې لپاره د اړتیا وړ وسایل او په ډيجيټال د صنایعو د بدلولو لۤپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ د پروژو د طراحۍ او مدیریت وړتیا ترلاسه کوي .

موخې:

 دا پروګرام له زدکړیالانو سره مرسته کوي څو هغوی وکړای شي د معلوماتي ټکنالوژۍ د پېچلو پروژو د مدیریت لپاره خپلې پوهې او مهارتونو ته پراختیا ورکړي . زدکړیالان د موډل جوړونې؛د سسټمونو د موډل جوړونې ؛ پروسو؛ د سسټمونود ارزونې او د پروژو د مدیریت په برخو کې اپډيټ تخنیکونه او مهارتونه زده کوي. دغه پروګرام په مشخصه توګه د سوداګرۍ په برخه کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د مهارتونو ترکیب ته پوښښ ورکوي چې په راتلونکي کې د صنایعو لپاره ارزښتناک مخلید(پیش زمینه) دی.

فرصتونه :

د سوداګریزو سازمانونو د حل لارو موندونکی؛ د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې سلاکار؛ د سوداګرۍ او سسټمونو شنونکی او  دغه راز د اطلاعاتو لوی مدیر او لوی چلوونکی

د زده کړې پایلې:

د معلوتي ټکنالوژۍ د پېچلو پروژو د طراحۍ او مدیریت په اړتیا وړ تخنیکي او سوداګریزو برخو کې د پوهې پراختیا او پراخو او کره مهارتونو زده کول. زدکړیالان ددغه پروګرام په ترسره کولو سره ؛ د معلوماتو(ډيټا)  او پرو سو او د سسټمونو د ارزونې د نویو موډلونو د جوړونې ؛د پروژې د مدیریت او سلامشورې مهم تخنیکي مهارتونه زده کوي چې دا چاره دا لار هواروي څو سمې حل لارې طراحي کړي او په ټکنالوژۍ کې د بدلون فرصتونه چې د صنعت؛ ټولنې او چاپېریال د ښه والي لامل کیږي وپيژني . دغه راز  ددې زده کړه ورکوي چې څه ډول په راتلونکي کې د معلوماتي ټکنالوژۍ او سوداګرۍ  د مهارتونو اغېزناک ترکیب رامنځته کړي .

bottom of page