top of page
ویشن.jpg

تشکیلات

 

دنیا پوهنتون څلور مدیریتي برخې لري چې اجرایي هیئت  ته یې راپور ورکوي.

 

سربېره پر دې د یاد بنسټ علمي هیئت او زدکړیالان هم په همدغو څلورو برخې  تر چترلاندې راځي.

resize.jpg
تشکیلاتي جوړښت
gouvernance.png

اجرایه هیئت:

دنیا پوهنتون کې اجرایه هیئت په پریکړه نیونه کې تر ټولو لوړه مرجع ده؛ په ځانګړي ډول د یاد بنسټ د ټولو استراتیژیکو پریکړو مسؤل دی. همدارنګه یاد بنسټ ټول بنسټیز پروګرامونه او پروژې کنترول تر سره کوي.

 

دغه هیئت د رئیس او د لوړو مدیرانو له لوري ګمارل شوی دی.

مدیره هیئت معمولآ په فصلي ډول غونډه نیسي ، مګر کله چې یوه ځانګړې قضیه پیدا شي ؛ په دنیا پوهنتون کې ټولې پریکړې دهمدغې څانګې له لوري نیول کیږي.

د دې برخې ریئس  په کال کې د امنا‌ء هیئت سره لیدنه کوي او ټول اړوند او اساسي مسائل له دوي سره په جریان کې پریږدي.

 

امناء هیئت:

د دوی وظیفه په دنیا پوهنتون کې د ترسره شویو فعالیتونو کنترول دی؛ یاد هیئت د پوهنتونه لوی پروګرامونه ، مالي چارې او د پوهنتون ریاست ټاکي.

دغه څانګه له ۸ کسانو څخه جوړه شوې ده، چې یو کس یې د فارغ شویو زدکړیالانو څخه ، یو کس له زدکړیالانو څخه ، یو کس د علمي هیئت او څلور کسان بیا د بهرني برخه وال څخه باید وي.

 

امناء هیئت په کال کې یو ځل غونډه تر سره کوي ، پرته له دې  چې کومه ځانګړې پېښه رامنځته شي.

 

علمي هیئت:

علمي هیئت د علمي مرستیال په د پوهنځیو رئیسان، د کیفیت تضمین استادان او د مالي څانګې استازي په ګډون جوړیږي.

علمي هیئت د پوهنتون د ټولو آکاډمیکو چارو مسؤلیت پرغاړه لري. مدیره هیئت  په کال کې دوه ځلې د دوي د فعالیتونو او کړونو څخه نظارت کوي اود یادې څانګې لپاره ځینې حمایوي سیاستونو په پام کې نیسي.

څیړنېز هیئت:

دغه هیئت د څیړنو مرستیال، څیړنې مرکز مدیریت، د علمي هیئت غړيو او څيړونکوڅخه جوړیږي.

دغه هیئت د تولو څیړنیزو چارو او همدا شان د پریکړې نیونې، او د پانګې موضوعاتو مسؤل دی.

د دې برخې غونډې په وار سره نیول کیږي، دغه موضوع د دې ښودونکې ده چې د دغې څانګې چارې په منظم ډول د پوهنتون د ماموریت پراساس تر سره کیږي.

د کیفیت تضمین:

یاده څانګه د تضمین کیفیت مسؤل، عملیاتي مدیر او اکادمیکه څانګه څخه جوړیږي.

یاده څانګه اجرایه هیئت ته راپور ورکوي او  د پوهنتون د لوړاوي په پار د بنسټ د تضمین کیفیت د ټولو چارو دنده پر غاړه لري. او د نور مسایلو ترڅنګ د پوهنتون په تشکیل او کیفي موضوعاتو باندې هم پاملرنه کوي.

 

اداري هیئت:

 دغه هیئت د اداري مرستیال، اداري مدیر، او عامه اړیکو د عمومي مدیر څخه جوړشوی دی

دغه څانګه د مراجعینو لپاره د اداري موضوعاتو د ښه والي

ترڅنګ د مالي څانګې، بازارموندنې،  د استادانو او زده کړیالانو رضایت دنده پرغاړه لري.

ټولې څانګې په کال کې یو ځل نهایتا د جنوري میاشتې په ۳۱ مه خپل راپورونه اجرایه هیئت ته لیږي. له دې راپور څخه موخه دا ده چې اجرایی هئیت دا ډاډ تر لاسه کړي چې ټول کارونه په سمه توګه سره پر مخ ځي.

 

د پوهنځیو شورا:

دغه شورا له دریو اکاډمیکو اود محصلانو له  درې استازو څخه جوړه شوې ده.

دغه شورا د هغه څه په اړه چې د علمي هیئت د غړي او محصلانو له خوا جوړیږی، خبرې اتر او بحثونه کوي. دغه مسئله د دې ښودونکې ده چې علمي چارې په سمه توګه پرمخ ځی.

دغه غونډه په کال کې دوه ځلې په عادي ډول سره د سمستر په پای کې نیول کیږي او راپور یې علمي معاون ته لېږل کیږي.

 

د زده کړیالانو ټولنه:

دغه څانګه د زده کړیالانو د استازو او په پوهنتون کې  د زده کړیالانو د څانګې له مسؤل څخه جوړه ده.

دغه شورا زده کړیالانو ته فرصت برابروي چې تر څو وکولای شي په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه په علمي او تدریسي چارو کې خپل وړاندیزونه څرګند کړي. د دنیا پوهنتون دغه فرصت ټول زده کړیالانو لپاره برابر کړی دی او هڅه کوي چې د دوي لیدلوری په  خپلوپریکړو کې یوځای کړي.

دغه غونډه هر کال کې دوه ځلې د سمستر په پای کې نیول کیږي او مربوطه څانګې ته راپور لېږي.

bottom of page