top of page
fsdfsdfsdfsd.jpg

په سافټویر انجنییرۍ کې لیسانس

د پوستکالي(سافټویر) انجنیري؛ د سافټویر د سسټمونو په طراحۍ او پراختیا کې د کمپیوټراو انجنیرۍ اصول او بڼې پلې کوي.دا څانګه د سافټویرد پراختیا او پرمختیا لپاره یوه اساسي تګلاره او بنسټ دی چې د اړتیاوو راټولول او مستند کول ؛د طراحۍ  اصول؛د طراحۍ د غوراویو شننه او څېړنه او ددې ارزونه پکې شامله ده چې آیا تولید شوی محصول یا پوستکالی د هغه له اړتیاوو سره سم طراحي کیږي او که څنګه ؟.دغه ډول ارزونه نه یوازې د یوه پوسټکالي کاروندوالی په سمه توګه څېړي؛ بلکې د هغه د امنیت  او د هغه د ساتنې او مراقبت وړتیا ارزوي او په ورته وخت کې دا هم ارزوي چې آيا اقتصادي هم دی. ددغه پروګرام په زده کولو سره ؛د سافټویرانجنیران باید په ډلییزه توګه د کارکولو وړتیا ولري چې ښايي اړاېستل شي څو د نورو څانګو  له متخصصانو او په بیلابیلو کچو د سافټویر له متخصصانو  سره کار او تعامل وکړي .

موخې:

 دغه پروګرام؛ د سافټویر د پراختیا دلومړیو فعالیتونو شننه او څېړنه  او د سافټویر د پراختیا د بهیر ځانګړتیاوې تر پوښښ لاندې نیسي.

په عادي توګه دغه سسټماټيک او د اټکل وړبهیرونه د سافټویر د محصولاتونو د مطابقت ډاد ورکوي څو تولید کوونکی ډاډمن شي چې محصول له اړتیاوو سره سم پلی شوی دی .  د سافټویر د نه فعالیت د ځانکړتیاوو لکه د هغه کارندوالی؛د ساتنې او مراقبت وړتیا؛د کارونې وړتیا؛ اقتصادي او  بازار ته د هغه وړاندې کول د سافټویر د کیفیت ټاکونکي دي څو ډاډ ترلاسه شي چې سافټویر د منلو وړ دی .دغه پروګرم دغه راز هغه پوهه او وسایل برابروي څو د پروګرام همغږۍ کوونکی؛ د  لویو پروژو ډلییز فعالیتونه په سمه توګه کنټرول کړي .  

فرصتونه:

ددې څانګړې فارغان؛ د سافټویر د پراختیا؛ د سافټویر د انجنیرۍ؛د سافټویرد چارو د سلاکارۍ په برخو؛  او دغه راز مالي موسسو او  د ټکنالوژۍ او سافټویروونو په شرکتونو کې کار  کولای شي .

د زده کړې پایلې :

ددې څانګې فارغ یوې مناسبې سافټویري حل لارې ته د رسېدو لپاره ؛ د سافټویرونو د پراختیا او پرمختیا د اړتیاوو د راټولولو په تړاو  مذاکره کوونکی دی  څو ډاډ تر لاسه کړي  چې سافټویراړتیاوو ته په پام سره طراحي او پلی شوی دی .د اوسنيو سسټومونو درک او پراختیا او د بدیلوسافټویرونو د جوړېدو او طراحۍ شننه؛ او د سسټم د پراختیا لپاره  د مناسبو  الګوګانو پېژننه؛مطابقت او طراحي .

bottom of page