top of page
07 - Copy.jpg

په ادارې او تجارت کې لیسانس

عمومي معلومات :

د ادارې او تجارت د لیسانس (BBA) په پروګرام د مدیریت؛ د شرکتونو او اقتصادي بنسټونو د سټراټېژۍ؛  ؛حسابدارۍ؛ دمالي شننې او څېړنې؛ د کوچنی اقتصاد او لوی اقتصاد او مالي چارو برخې شاملېږي .

موخې:

د مدیریت د علومو په څانګو کې د زده کړیالانو د پوهې ترلاسه کولو د وړتیاوو د ښه والي لپاره د فعاله مشارکت د سسټم پر بنسټ تمرکزکیږي .

 

فرصتونه:

دا پروګرام هغه بنسټيز اولازم  مهارتونه چې په دولتي او خصوصي برخو کې د مدیریتي دریځ(موقف) لپاره اړین دي؛ زده کړیالانو ته ورزده کوي .

د زده کولو پایلې:

  • د ادارې او تجارت له بنسټيزو  مفاهمو او چارو سره بلدتیا

  •   له آماري او کمي شننې او تحلیل نه په ګټ اخېستو د مالي پرېکړې کولو د بهیر شننه او څېړنه

  • د کسب او کار په چاپېریال کې د  اغېزناکو ارتباطي مهارتونو پلي کول

  • د تجارت د نظریو او موډلونو زده کول او د تجارت د پرېکړې کولو په بهیر کې د هغو پلي کول

  • د تجارت د اخلاقو د اصولو او د نړیوالو شرکتونو د مسوولیت توضیح

  • د بنسټیزو مهارتونو زده کول؛ د نوښت د زمینې برابرول او د بهرني او کورني چاپېرل سم درک ته په پام سره د تجارت پراختیا

bottom of page