top of page
DSC_0035.jpg

د تدریس بڼې :

دنیا پوهنتون نوې تدرسي بڼې ترلاس لاندې لري چې یوازې په ټولګي کې په تدرس پورې نه رالنډېږي؛ بلکې؛ ځانګړې غونډې؛ پروژې او میداني کارونه به هم پکې شامل وي . په دې برخه کې به هغوی ته مشورې هم وړاندې کیږي؛څو په خپل ژوند او کاري چارو کې بریالي و اوسي .

موږ خپلو زدکړیالانو ته د علمي او مسلکي فضا پر رامنځته کولو باور لرو. زموږ استادان به د کار د بازار د  فضا او د محصلانو د کار په پام کې نیولو سره  هغوی ته مشورې ورکړي؛ څو په دې برخه کې بریالی عمل وکړي . سره له دې چې په هره څانګه او مضمون کې د استادانو د تدریس طریقه بېله ده ؛ خو په ټوله کې لاندې موارد د جدي پاملرنې وړ دي .

د درس ورکول

  • څېړنې

  • مناظرې

  • موردي مطالعات

  • محوري زده کړه

  • زده کړه

  • مباحثه

  • سیمنارونه

  • انفرادي او ډلیزې پروژې

  • له کمپوټر لب نه ګټه اخېستنه .

په هر ترتیب  پوهنځيو محصل محوره طریقې په پام کې نیولي دي او دا چاره د فاکولټو او محصلان لپاره ګټوره ثابتېږي.  زموږ فارغان به په  ټولنه کې د انتقادي تفکر استازي وي .

bottom of page