top of page

په سیاسي علوموکې لیسانس

عمومي معلومات:

د سياسي علومو پوهانو د دې څانګې د تکوین په تاریخ کې د دولت او په حکومت پورې د اړوند کړنو پر مطالعې تمرکز کړی دی. ددې مطالعاتي برخې ځینې اړوند مسایل دا دي: سیاست او حکومت؛ سیاست او پرتلیز حکومت؛نړیوالې اړېکې؛ سیاسي نظریې؛عامه اداره؛ اساسي قانون؛نړیوال سیاسي اقتصاد؛نړیول امنیت ؛ د افغانستان مطالعات؛عمومي بروکراسي؛او سیاسي بهیرونه .د سیاسي علومواو نړیوالو اړیکو د څانګې لوستل د هغو زدکړیالانو لپاره ارزښتناک دي چې په بیلابیلو کچو د دندې ترسره کولو غوښتونکي وي.ځکه دا څانګه مرسته کوي چې د نظریواو سیاسي اقداماتو ترمنځ اړېکې ټینګې کړې .

موخې:

د دغې تحصیلي څانګې بنسټیزه موخه د هغو مهارتونو وده ده چې د سیاست په برخه کې پر دولت پوهېدو او د ځینو سیاستونو د ټاکل کېدو لامل کیږي. دغه راز په پراختیا کې د سیاستونورول ته هم پاملرنه کوي .

داڅانګه؛دغه راز د دولتونو د بهرني سیاست پربڼې؛ په پېچلي نړۍ کې د هغو پر لیدلوري؛ نړیوالې واکمنۍ او د حکومتولۍ پر رودو(روشونو) بحث کوي

فرصتونه:

خبریال؛ د سیاسي  چارو شنونکی؛ څېړونکی ؛ دولتي کارکوونکی؛ د نادولتي بنسټونو(NGO) کارکوونکی؛ د پروګرامونو مدیر؛ د اړیکو مدیر؛ او د پوهنتون سلاکار او استاد

د زده کړې پایلې:

  1. پر ملي سیاستونو د فضا او د نړیوال کېدو د الګوګانو اغېز درک کوي .

  2. پر نویو مسایلو؛ لکه د اقلیم د ګرمېدو؛ د نفوسو د بدلونونو او کډوالۍ پر بحثونو به پوه شي .

  3. د دولتونو د مشروعیت او اقتدار د فهم او په ورته وخت کې به د هغو د سقوط پر څرنګوالي د پوهېدو وړتیا ولري؛ په تېره بیا د هېواد سیاستونو او د اساسي قانون اهمیت او نړیوالو ژمنو ته په پام سره.

  4. لږتر لږه د سیاسي علومو پر لویو  او پېچلومسایلو د پوهېدو لپاره  به لومړنۍ پوهه پیدا کړي .

  5. دغه راز به په نړیوال نظام او د هېوادونو په اساسي قوانینو کې د دولتونو د وضعیت د ښه درک وړتیا ولري.

bottom of page