top of page
Addmission.jpg

د نوملیکنې پړاوونه

درنو داوطلبانو! د نیا پوهنتون په پروګرامونوکې د ګډون لپاره لاندې ټکي په پام کې وساتئ.

لومړی پړاو : معلومات؛

دویم پړاو : نوملیکنه

دریم پړاو : د آزموینې د ګډون کارت

څلورم پړاو: د اسنادو تصدیق

پنځم پړاو : د کانکور آزموینه

شپږم پړاو: د کانکور آزموینې د پایلو اعلان

اووم پړاو:  د فیس ورکړه

اتم پړاو: د هرکلي ویلو پروګرام

نهم پړاو: د ټولګي پېل

دنیاپوهنتون؛  د افغانستان نسلونو ته د لوړ درسي کیفیت  په وړاندې کولو کې لومړی مقام لري. د شمولیت رڼه آزموینه دنیا ته د داخلېدو لومړی پړاو دی . یادشوي پړاوونه د دنیا پوهنتون د نوملیکنې او د کانکور د کلنۍ آزموینې ښودنه کوي .محصلینو ته د نوم لیکنې د لارښوونې نهه پړاوونه وړاند کوي.

لومړی پړاو :

لومړی پړاو د معلوماتو په راټولولو پورې اړوند دی .د دنیا پوهنتون د معلوماتو دفتر د مراجعینو لپاره د ورتګ لومړی ځای دی .

مراجعین په مخکنیو معلوماتو سره له دغه کلتوري بنسټ سره د یوځای کېدو لپاره د معلوماتو دفتر ته ورځي.  د معلوماتو په دفتر کې مسلکي او متخصص کارکوونکي هغوی ته د پروګرامونو؛ کورسونو او د پوهنتون د فیس د ورکړې په تړاو لازمې لارښوونې وړاندې کوي.

د دنیا پوهنتون ویبپاڼه  (www.dunya.edu.af) له دغه بنسټ سره د یو ځای کېدو بل لار ده .

دویم پړاو:

په دغه پړاو کې د نوملیکنې پړاو دمشخصې نیټې په اعلان سره پېلېږي. محصلین باید د خپلې خوښې وړ پروګرامونو ته د ځانګړې فورمې په ډکولو سره نوملیکنه وکړي.  هلته د معلوماتو د دفتر کارکوونکي حضوورلري څو مراجعینو  ته د نومیلینې د فورمې د ډکولولپاره لازمې لارښوونې وړاندې کړي. دغلته محصلین د خپلې خوښې وړ پروګرامونه ټاکي .

دریم پړاو :

دریم پړاو د نوملیکنې د فورمو د پړاوو نو په ترسره کولو او په کانکور آزموینه کې د شمولیت د کار په ډیزاین پورې اړوندېږي. هر محصل ته یو ID ځانګړی کیږي. محصلینو وخت ټاکل کیږي څو په کانکور آزموینه کې د شمولیت کارټ تر لاسه کړي .

څلورم پړاو:

له تخنیکي پلوه څلورم پړاو له دریم پړاو سره موازي دی .ځکه په دې پړاو کې د غوښتونکو  ټول تحصیلي اسناد د تایید لپاره په ژوره توګه ارزول کیږي. دریم پړاو ددې لپاره دی څو ډاډ ترلاسه شي چې د غوښتونکو اسناد جعلي نه دي .

پنځم پړاو :

 لکه څنګه چې مخکې وویل شول پنځم پړاو د کانکور آزموینې ترسره کېدل دي چې مشخصه نېټه یې د کانکور د شمولیت په کارټ کې په ګوته شوې ده .  د دنیا پوهنتون د کانکور آزموینه په تحصیلي سسټم کې د غوروالي ښودنکې ده چې په یوې ځانګړې څانګه کې د محصل د وړتیا او لیاقت ښودنه کوي .

 کانکور آزموینه:

وخت : دوه ساعته

نمرې: 100؛

 

څانګې ؛

سرلیک؛

د اسلامیاتو برخه

د عمومي معلوماتو برخه؛

مدیریتي او اقتصادي برخه؛

څېړنیزه برخه؛

د ریاضاتو برخه؛

شپږم پړاو :

شپږم پړاو د آزموینې د درجه بندۍ پروسسې ته ځانګړی شوی دی .دنیا پوهنتون د آزموینې د درجه بندۍ پروسه  د کورنیواو بهرنیو استادانو په مټ ترسره کیږي . له درجه بندۍ وروسته د آزموینې پاڼې د دنیا پوهنتون د اکاډمیک بورډ او د آزموینو د کمېټې له لوري د نومرې ورکونې بهیر له روڼتیا نه د ډاډمنتیا په موخه یوځل بیا ارزول کیږي. د نومرې ورکونې او پایلو راټولو پروسه اووه کاري ورځې وخت نیسي.  پایلې د پوهنتون د ویبپاڼې له لارې او دغه راز په پوهنتون کې د اعلاناتو د بورډ له لارې اعلانېږي.

اووم پړاو:

په اوم پړاو کې محصلین باید خپل فیسبونه ورکړي (د داخلې او تدریس فیس)

اتم پړاو:

 اتم پړاو له پوهنتون سره د محصلینو د بلدتیا ورځ ده . په دې ورځ محصلین ته د پوهنتون د اداري پلاوي له لوري هرکلی ویل کیږي او د پوهنتون د لیدلوري؛ درسي سسټم؛ اداري پالیسیو آزموینو او نورو لاسته راوړنو په تړاو جزیات ورسره شریکیږي. محصلین ټولو څانګو ته ورپېژندل کیږي او په ورته وخت کې هغوی ته د ټولګیو مهالویش هم تشریح کیږي .

نهم پړاو:

 نهم پړاو د محصلینو د درسونو د پېلدو پړاو دی چې په دې دوره کې درسي پرووسه رسما پېلیږي او محصلینو ته د پوهنتون د مسوولینو له لوري له لومړۍ ورځ نیولې د دورې تر پای ته رسېدو پورې په ښه توګه پاملرنه کیږي .

bottom of page