top of page
اصلاح شده.jpg

زموږ په اړه

 

دنیا پوهنتون یو اکاډميک بنسټ دی چې له بېلابېلا په تيره بيا د اروپا او شمالي امریکا له هېوادونو مسلکي او تجربه لرونکي استادان لري. دنیا پوهنتون د افغانستان په علمي ټولنه کې د پراخې ونډې د لرلو له کبله خورا مشهور دی.  

دغه پوهنتون د خپلو زدکړیالانو د علمي کچې د لوړولو لپاره بېلابېل سیمنارونه او کنفراسونه جوړ کړي او جوړوي يې، څو زدکړیالان د زده کړو او عملي ډګر تر منځ اړېکه وساتي.

د دنیا پوهنتون پوهنځي د دغه بنسټ هغه لويې ستراټېژۍ چې د مشرتابه پلاوي ، امناء پلاوي، مدیره پلاوي، پوهنځيو، سلاکارانو او زدکړیالانو د‌ليدلورو ترکيب دی، تعقيبوي.

 دنیا پوهنتون د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د کورني اعتبار پر تصديق ليک سربېره د ACBSP  نړيوال تصديق ليکونه لري.

دنیا پوهنتون څلور علمي پروګرامونه وړاندې کوي:

د اقتصاد پوهنځی، دحقوقو پوهنځی چې دوه بيلې څانګې ( حقوق ـــ او سیاسي علوم) لري او کمپیوټر ساینس

 په دغو پوهنځیو کې د لیسانس تر کچې پروګرامونه په بشپړه توګه عملي شوي او په اقتصاد پوهنځي کې د ماسټرۍ پروګرام هم مخته بيول کيږي . په دنیا پوهنتون کې د استادانو او زد کړیالانو د ټاکنې بهير په خورا بېلې بڼې دی او دغه مساله د کیفیت د‌لوړې کچې ښودنه کوي چې دا چاره زدکړیالان په چټکتیا سره د دندې پر پیداکولو برلاسي کوي.

 

د دنیا پوهنتون نړیوال سلاکاران

 

دنیا پوهنتون ډېری سلاکاران له بيلابيلو هېوادونو په  تېره بيا د شمالي امریکا او اروپا له هېوادونو نه ګمارلي دي؛ څو خپلو اکاډميکو موخو ته چې د زدکړیالانو د پوهې د کچې لوړول دي ورسېږي. د نړيوالو سلاکارانو حضور او بېلې او ګڼ دوديزې فضا دنيا پوهنتون ته پراختيا ورکړې ده.

په همدې ډول زموږ کورني استادانو هم له دغه راز معيارونو او چاپېريال سره سم کارکوي. دوی په خپلو تدریسي څانګو کې ځانګړې تجربې لري او زموږ زدکړیالانو ته يې بېله فضا رامنځته کړې ده.

په دنیا پوهنتون کې دغه فرصتونه بېله تجربه ده او زموږ د  زدکړیالانو د ښې راتلونکې لامل به شي.

bottom of page